د افغانستان د علومو اکاډمي له علمي غړو، اکاډمیکو شخصیتونو او یو شمېر نورو علمي کادرونو سره د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو سرپرست وزیر ملا نورالله نوري لیدنه کړې.
د علومو اکاډمي څو تنو علمي غړو ویلي؛ د دغه وزارت د دوو چاپي رسنیو (جرګه او هموطن) مجلې چې د هېواد په کچه له خورا ډېر علمي ارزښت څخه برخمنې دي، دوی یې د لیکنې په برخه کې پوره همکاري او ملاتړ ته ژمن دي.
یادو علمي شخصیتونو همدا راز زیاته کړې؛ د دې لپاره چې یادې چاپي رسنۍ لا هم ارزښتمنې شي د علمي مرکزونو او لا زیاتو علمي شخصیتونو سره د همغږۍ په موخه دې ناستې وشي او په یادو مجلو کې دې ورڅخه ګټه واخیستل شي.
ملا نورالله نوري د علومو اکاډمي علمي غړو او راغلیو مشهورو څېرو ته ویلي؛ د دې هېواد ټول وګړي د یوه بدن د غړو رول لوبوي او تاسې د دې نظام د تکیې حیثیت لرئ.
سرپرست وزیر همدا راز ویلي؛ د افغانستان وګړو د اسلام په راتګ سره داسي قربانۍ ورکړې، چې تاریخ یې د مېړانې شاهدي ورکوي، دې خاوري نه یوازې په توره کې بلکې په قلم کې هم د نړۍ په کچه نومیالي روزلي، چې مسولیت یې اوس دغه ناستو او نورو علمي شخصیتونو ته پاته دی.
نوموړي لیکوالانو ته په اشارې سره ویلي، اوسنی نسل باید د جهاد او انقلابونو قربانۍ او مېړانې د خپل قلم په څوکه تر راتلونکو نسلونو ور ورسوي.
ښاغلي نوري د علمي شخصیتونو د ارزښت په اړه زیاته کړې؛ تاسې د خپل تن وینه د دې ټولنې د را پورته کولو لپاره لګولې ده، ځکه نو تاسې د دې نظام لپاره د طلا په څېر ارزښت لرئ.

