د سویلي امریکا درېیو هېوادونو بولیویا، کلمبیا او شیلي له اسرائیلو خپل سفیران غزه تړانګه کې د دې هېواد د جنایتونو او د اسرائیلو له لوري د فلسطینیانو د نسل وژنې له امله رابللي دي.
بولیویا لومړنی امریکايي هېواد دی، چې له اسرائیلو سره یې خپلې ټولې ډیپلوماټیکې اړیکې د جنګي جنایت او فلسطین کې د نسل وژنې له امله پرې کړې دي.
له دې سره هممهاله د امریکايي عربو او مسلمانو لږکیو رهبرانو، چې د مشیګان، اوهایو او پنسیلوانیا ایالتونو دموکرات ګوند مشران هم پکې شامل دي، امریکا کې یې له ټولو مسلمانانو او د هغوی له متحدینو غوښتي، چې له مالي مرستو او د ۲۰۲۴ په ټاکنو کې دې بایډن ته د رایې له ورکولو ډډه وکړي.
د شمېرنو پر اساس د ۲۰۲۰ کال په ټاکنو کې نږدې ۱.۱ میلیون مسلمانانو ګډون کړی و، چې د اسوشیتدپرس ورځپاڼې د څېړنو پر اساس یې ۶۴ سلنه بایډن ته رایه ورکړې وه.

