د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیر خان متقي په ترکیه کې د یاد هېواد د ۷۷ شرکت له مشر او د افغان – ترک سوداګرۍ شورا له رییس سلیمان جلیف سره لیدنه کړې.
په یاده لیدنه کې جلیف ویلي؛ د ښه امنيت او خوندي اقتصادي چاپيريال له برکته یې شرکت توانيدلی چې، د کجکي بند د بريښنا توليد اول فاز کارونه په برياليتوب سره ترسره کړي.
نوموړي زیاته کړې؛ چې تازه یې د هرات لپاره د بادي برېښنا ابتدايي سروې او تجربوي کارونه هم پيل کړي او هڅه کوي، چې نورو بنسټيزو پروژو لپاره پانګوني جلب او کارونه پيل کړي.
مولوي امیر خان متقي ویلي؛ د ښه اقتصادي چاپيريال له رامنځته کيدلو سره سره کوښښ کوي، چې پانګوالو او تجارانو ته لا ډېر سهولتونه برابر او افغانستان له سيمې، په ځانګړي ډول له ترکيې سره تجارت زیات او د ځمکې له لارې نوي سوداګريز دهليزونه فعال او تقویه کړي.

