پرون دوشنبه یو شمېر خلکو چې د فلسطین بیرغ ورسره و، د کاناډا د پارلمان ودانۍ مخې ته پرلت کړی او غزه کې یې د ژر تر ژره اوربند غوښتنه کړې ده.
د راپورونو پر اساس دوی د فلسطین په ملاتړ د کاناډا له پارلمان غوښتي، تر څو غزه کې د اوربند لپاره هڅې وکړي.
یادو کسانو “غزه کې نسل وژنه پای ته ورسوئ” په شعار د غزې تړانګې د کلابندۍ ختمولو غوښتنه کړې ده.

