د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري د اوزبیکستان د اندیجان ولایت له والي عبدالرحمنوف شخرتک، په کابل کې د اوزبیکستان له سفیر اویبک عثمانوف او د یاد هېواد له یو شمېر سوداګرو سره د لیدنې پر مهال د دوهاړخیزو همکاریو د پراختیا په اړه خبرې وکړې.
د کرنې وزارت په وینا، په دې لیدنه کې د افغانستان د غوښې صادرات، د اوزبیکستان له لوري د کرنیزو وسایلو برابرول، د ترانزیټي اسانتیاوو رامنځته کول، د چرګوړو (چوزو) او نطفهلرونکو هګیو واردات، د اصلاحشویو تخمونو برابرول او د حیرتان په بندر کې د قرنطین مرکز جوړول د بحث مهم موضوعات وو. دواړو لورو همداراز د ګډو هوکړو له لارې د اوږدمهالو موخو پر ترلاسه کولو ټینګار وکړ.
مولوي عطاءالله عمري د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو پر پراختیا ټینګار وکړ او ویې ویل، افغانستان چمتو دی چې له اوزبیکستان سره ګډ کرنیز محصولات تولید، پروسس او د سیمې بازارونو ته صادر کړي.
دغهراز نوموړي د اوزبیکستان له چارواکو وغوښتل، څو د سوداګرو لپاره لا زیاتې ترانزیټي اسانتیاوې برابرې کړي.
د کرنې وزیر زیاته کړه، چې د ترسره شویو هڅو په پایله کې اوزبیکستان او ایران ته د غوښې صادرات په منظم ډول پیل شوي، خو د دغو صادراتو د زیاتوالي لپاره لا ډېرو پانګونو او د مالدارۍ د معیاري فارمونو جوړولو ته اړتیا ده.
مولوي عطاءالله عمري د دواړو هېوادونو له خصوصي سکتور وغوښتل، چې د بازار اړتیاوو پوره کولو او د ګډې سوداګرۍ د پراختیا لپاره نږدې همکاري وکړي.
ورته مهال، د اندیجان والي له افغانستان څخه اوزبیکستان ته د غوښې د صادراتو له پیل څخه هرکلی وکړ او دا یې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د پیاوړتیا لپاره مهم ګام وباله.
نوموړي همدا راز د کرنیزو وسایلو پر برابرولو او د اقتصادي موخو د ترلاسه کولو لپاره د ګډو همکاریو پر پیاوړتیا ټینګار وکړ.
دا لیدنه په داسې حال کې ترسره کېږي، چې تېره اوونۍ د افغانستان او اوزبیکستان د سوداګرو ترمنځ د فرغانې په ښار کې د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو د پراختیا په موخه یو هوکړهلیک هم لاسلیک شوی و.

