ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې له انګلستان او پاکستان وروسته سریلانکا ته هم ماتې ورکړه

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د روان کال نړیوال جام په پنځمه لوبه کې سریلانکا ته د ۷ ویکټو او ۲۸ توپونو په توپیر ماتې ورکړه.
د یادې سیالۍ د پیل پچه افغان لوبډلمشر حشمت الله شهیدي وګټله او د توپ‌اچونې پرېکړه یې وکړه.
سریلانکا د لوبې له ټاکلیو اورونو څخه ۴۹.۳ اورونه ولوبول، چې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره یې د نیسنکا ۴۶ او د مېنډس ۳۹ منډو پر مټ یې افغان لوبډلې ته ۲۴۲ مڼدې هدف ورکړ.
په توپ‌اچونه کې افغانستان لپاره فضل الحق فاروقي ۴، مجیب الرحمان ۲ او عظمت الله عمرزي بیا یوه ویکټ واخیسته.
پر وړاندې یې افغان لوبډلې ټاکل شوی هدف په ۴۵.۲ اورونو کې د ۳ لوبغاړو په سوزېدو سره پوره کړ او درېیمه بریا یې په خپل نوم ثبت کړه.
افغانستان لپاره په توپوهونه کې عظمت الله عمرزي ۷۳، رحمت شاه زرمتي ۶۲ او لوبډلمشر حشمت الله شهیدي ۵۸ منډې جوړې کړې.
افغان لوبډله به خپله ۷مه لوبه د لړم پر ۱۲ نېټه د جمعې په ورځ له نیډرلینډ هېواد سره ترسره کړي.