د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شیر محمد عباس ستانکزي سره د ترکيې خیریه بنسټ (IDDEF) پلاوي لیدنه کړې.
د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال د نوموړې پلاوي په لیدو خوښي څرګنده کړې او له دوی څخه یې د وزیر محمد اکبر خان په تپې د مسجد له جوړونې مننه کړې او هیله یې څرګنده کړې، چې د ترکیې مسلمانان به خامخا خپل پخواني برم او ویاړ ته ګرځي.
نوموړي ویلي؛ ټول مؤمنان سره وروڼه دي او د مسلمانانو په وېش او ټوټه کېدو کې خیر نشته، که چیرته مونږ یو واحد قوت وای نو هیڅکله به په فلسطین او ورته نورو اسلامي هېواونو تېری نه کېده.
شیر محمد عباس ستانکزي زیاته کړې؛ افغانستان تازه له نیمې پېړۍ جګړې څخه راوتلی او ددې جنګونو په دوران کې زموږ اقتصادي زیربناوې او هر ډول ملي شتمنۍ له منځه تللې دي؛ خو دا چې اوس دلته اسلامي نظام حاکم دی، امنیت شتون لري تجارت او صنعت ښه مخته ځې؛ نو ستاسې په څېر خیریه بنسټونه کولای شي، چې په ډاډه توګه خپل خدمتونه سرته ورسوي او مونږ ورسره هر راز همکارۍ ته ژمن یو.
راغلي هئیت ویلي، مونږ دترکیې څخه وروسته افغانستان خپل دویم کور ګڼو او د افغانانو سره د اسلامي ورورګلوۍ نه شلېدونکې اړیکه لرو، په همدې اساس مونږ د خپلو ورڼو سره هر راز همکارۍ او مرستو ته چمتو یو.

