ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

ملا عبدالغني برادر اخوند د سالنګ لویې لارې د بیارغونې له چارو لیدنه وکړه

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند د روان لمریز کال د عقرب میاشتې په ۸ مه نېټه د سالنګونو لویې لارې د بیارغونې له کارونو لیدنه وکړه.

د دې سفر پر مهال له محترم ملا صاحب سره د ټولګټو وزارت سرپرست محترم ملا محمد عیسی ثاني هم ملتیا کوله.

محترم ملا صاحب د سالنګونو لویې لارې د قراردادي شرکتونو له مسولینو سره لیدلي او د هغوی له لوري د ترسره شوو کارونو ستاینه یې کړې ده.

ملا عبدالغني برادر اخوند هغوی ته د سالنګونو لویې لارې د پاتې چارو چټکتیا، غوره کیفیت او پر وخت د بشپړولو په اړه اړینې لارښوونې کړې دي.

سالنګونو لویه لاره د افغانستان تر ټولو مهمه سوداګریزه او ترانزیټي لار ده، چې اوسمهال یې د ۸۰ کیلومتره سړک د اساسي ترمیم او بیارغونې چارې له دوو بېلا بېلو ساختماني او سړک جوړونې شرکتونو سره قرارداد شوې دي.

دا مهال یې د تونل په دننه برخه او ګالریو کې ۸۰ سلنه کار بشپړ شوی او ټاکل شوې، چې په نږدې راتلونکې کې به یې پاتې چارې هم بشپړې او د دې لویې پروژې یوه برخه به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

د سالنګونو لویې لارې په بیارغېدو سره به د افغانستان سوداګري او د افغانستان له لارې له مرکزي اسیا څخه سویلي اسیا ته د ترانزیټ په کچه کې د پام وړ زیاتوالی راشي او پر دې لاره تلونکو مسافرو ته به په تګ راتګ کې ګڼې اسانتیاوې هم رامنځته شي.