ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د جاپان نوی سفیر د شیخ محمد خالد الحنفي سره په لیدنه کې؛ افغانستان کې شته امنیت د ستایلو وړ دی

د امربالمعروف او نهی عن‌المنکر سرپرست وزیر شیخ محمد خالد الحنفي د افغانستان لپاره د جاپان هېواد له نوي سفیر تاکویوشي کورمایا سره لیدنه وکړه.

په دې لیدنه کې شیخ محمد خالد الحنفي د جاپان او افغانستان له تېرو ښو اړیکو څخه یې یادونه کړې او راتلونکي کې یې هم د ښو اړیکو هیله ښودلې ده.

په ځانګړي ډول د ډاکټر ناکامورا د بیا رغونې پروژو د دوام او توسعې غوښتنه یې کړې او د هرات زلزله ځپلو سره د وروستیو مرستو څخه یې مننه کړې ده.

د جاپان سفیر تاکویوشي کورمایا د اوسني امنیت ستاینه کړې او ویلي یې دي، چې تر هرات پورې تللی هیڅ کومه ستونزه یې نه ده لیدلې.

د افغانستان بیارغونې په برخه کې یې همکاریو په اړه ډاډ ورکړی او ویلي یې دي، چې د ناکامورا پروژې به نورو ولایتونو ته هم پراختیا ورکړي.

نوموړي د نشه‌يي توکو پر وړاندې د اسلامي امارت جدیت د ستاینې وړ بللی او ویلي یې دي؛ نړیوالې تولنې ته هم د منلو وړ ده چې د نشه‌يي توکو پر وړاندې لوړ اقدام ترسره شوی او د دې ترڅنګ اوس اداري فساد نشته.

دغه‌راز موږ خپلې پروژې په ښه ډول پلې کولای شو.

په پای کې سرپرست وزیر د جاپان له همکاریو مننه کړې او په راتلونکي کې یې د ښو اړیکو درلودلو هیله ښودلې ده.