ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

ملا عبدالطیف منصور د اوزبیکستان د اوبو او انرژي له وزیرانو سره لیدنه کړې

د اوبو او انرژي سرپرست وزیر ملا عبدالطیف منصور د اوزبیکستان هېواد د اوبو او انرژي له وزیرانو او مل پلاوي سره لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې ملا عبداللطیف منصور له اوزبیکستان څخه راغلي لوړ رتبه پوړي پلاوي ته ښه راغلاست ویلی او د هرات له زلزله ځپلو سره یې د دې هېواد له مرستو مننه کړې ده.

ښاغلي منصور او یاد پلاوي د سرخان پلخمري  ۵۰۰ کیلو ولټ  پروژې په اړه، د امو سیند پر سر د ۲۲۰ کیلو ولټ مزي د ترمیم، د وارداتی برېښنا د سیستم ارزونې په موخه د دې هېواد د تخنیکي ټیم استول، د لازیاتې وارداتي انرژي د جذب، افغانستان کې د ازبیکستان د خصوصي سکټور  پانګونه او د اوبو د مدیریت په اړه بحث او نظرونه شریک کړي دي.

اوزبیکستاني  پلاوي د افغانستان د اوبو او انرژي سرپرست وزیر ته بلنه ورکړې، چې د پورته ذکر شوو مواردو د حل په موخه په نژدې راتلونکي کې  تاشکند ته رسمي سفر وکړي تر  څو غوره پایلې ته ورسېږو.