ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

بلخ کې د پنبې او غوړیو فابریکه په ۲۴ ساعتو کې ۲۵ ټنه غوړي او ۶۰ ټنه پنبه تولیدوي

د بلخ ولایت د پنبې او غوړیو فابریکې ریاست په ۲۴ ساعتو کې د ۲۵ ټنه غوړیو او ۶۰ ټنه پنبې د تولید وړتيا لري.

د یاد ریاست چارواکي وايي، چې د پنبې او نباتي غوړیو فابرېکې ریاست له شلو کلونو وروسته ځنډ وروسته د ۱۴۰۱ لمریز کال په پیل کې د مالیې وزارت، بلخ ولایت مقام او دولتي شرکتونو تصدي په هڅو فعالیت پیل کړ.

دغه‌راز د یادې فابریکې د غیرې فعالېدو په موده کې یې ماشینونه هم ۵۰ سلنه زیانمن شوي وو.

د مسولینو په وینا؛ په دې فابريکه کې ۱۴۰ کسان په مستقیم او سلګونه نور په غیرې مستقیم ډول په کار بوخت دي.

دغه‌راز یاده فابریکه په ۲۴ ساعتونو کې د ۲۵ ټنه غوړیو او ۶۰ ټنه پنبې د پروسس او تولید ظرفیت لري.

مسولین زیاتوي، چې په تېر یوه کال کي د دې فابرېکې عواید تر ۳۲ میلیونه افغانیو پوري رسېږي.