د بښنې نړیوال سازمان د یوه پرانیستي لیک په استولو د پاکستان له حکومت غوښتي، چې د نومبر تر لومړۍ نېټې دې له دې هېواده د افغان کډوالو ایستلو پرېکړه لغوه کړي.
دغهراز د بشري حقونو له نړیوالو قوانینو سره سم عمل دې وکړي.
یاد سازمان په دغه لیک کې ویلي، چې د ژمي را رسېدو سره هم مهاله به دغه پرېکړه د افغان کډوالو د بې کوره کېدو او د کډوالو کورنیو د غړو د لاسه ورکولو سبب شي.
د پاکستان حکومت د روانې میاشتې په لومړیو کې پرېکړه کړې وه، چې د نومبر میاشتې له لومړۍ نېټې مخکې به ټول بېاسنادو او غیرې قانوني کډوال له پاکستان څخه باسي.

