د بهرنيو چارو سرپرست وزير مولوي امير خان متقي ترکيې ته د سفر په ترڅ کې، د یاد هېواد استانبول ښار کې د افغانستان له قونسلګري څخه ليدنه کړې.
مولوي امیرخان متقي د قونسلګري ډیپلوماټانو او کارکوونکو ته د لا ښه خدمت ترسره کولو سپارښتنې کړې.
نوموړي په ټینګار سره ویلي، چې موږ د ټول افغان کړيدلي ولس خادمان يو، نو په کار ده چې له هېواده بهر خپلو وطنوالو او مراجعینو ته له هر ډول توپیر پرته په ډېر ښه او شفاف ډول خدمات وړاندې کړو، ترڅو مو خپله ديني او ملي وجيبه ترسره کړې وي.
د قونسلګرۍ مسولینو ژمنه کړې، چې ورباندې شوی باور به وساتي او خپله ټوله انرژي او شته مسلکي بشري ځواک به د هېوادوالو د خدمت او وطن د پرمختګ لپاره مصرفوي.

