د ازموینو ملي ادارې لوی رییس شیخ عبدالباقي حقاني، د ۱۴۰۵ کال د عمومي کانکور احتمالي پلان د اعلان غونډه کې ویلي، چې سږ کال به لوړو زدهکړو ته د عمومي زدهکړو ۵۹ زره ۴۶۰ او د مدرسو ۲۴۰۰ فارغان جذب شي.
نوموړي په اختصاصي برخو کې د جذب اندازه ۸ زره ۵۸۵ او شپني پروګرام ته څلور زره شپږ ښودلې، چې ټوله اندازه یې ۷۴ زره ۵۰۵ کېږي.
دغه راز ښاغلي حقاني د ماسټرۍ د جذب وړتیا ۲ زره ۷۰ ښودلې ده.
شیخ عبدالباقي حقاني ویلي، چې د ۱۴۰۵ کال کانکور ازموینه د روان کال د غويي میاشتې په ۲۱ نېټه پیلېږي.
ښاغلی حقاني زیاتوي؛ سږ کال د کانکور ازموینه په څلورو پړاوونو وېشل شوې، چې لومړی پړاو به یې د غويي په ۲۱ مه، په ۱۵ ولایتونو کې، دویم پړاو په ۲۸مه، ۱۸ ولایتونو کې، درېیم پړاو د غبرګولي په ۱۲مه کابل او د همدې میاشتې په ۲۲مه نېټه به متفرقه ازموینه واخیستل شي.
د ازموینو ملي ادارې لوی رییس ویلي، د اسلامي امارت په راتلو سره د کانکور ازموینې د معیاري کولو په ځانګړې ډول د پوښتنو بانک په برخه کې جدي هڅې شوې دي.
د ښاغلي حقاني په وینا، د کانکور پوښتنو لپاره متخصص استادان ګمارل شوي چې په معیاري ډول پوښتنې چمتو کوي.
نوموړي زیاته کړې، د پوښتنو د لا ښه پوهېدو لپاره د ژباړې بهیر له منځته وړل شوی او د دري ژبې پوښتنې د دري استادانو او د پښتو ژبې د پښتو استادانو له لوري چمتو کېږي.
د ازموینو ملي ادارې لوی رییس ویلي، ځوانان د افغانستان راتلونکي دي او دوی کولی شي افغانستان له اوسني وضعیت څخه وباسي.
همدرانګه نوموړي زیاته کړې، چې د ازموینو ادارې مسولینو د ازموینو د معیاري کولو لپاره کلونه کار کړی دی.
د ازموینو ملي ادارې لوی رییس شیخ عبدالباقي حقاني له نړۍوالې ټولنې، خیریه بنسټونو او خلکو غوښتي، چې له افغان ځوانانو سره د زدهکړو په برخه کې مرسته وکړي.

