ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د برازیل ولسمشر: منځني ختیځ کې کړکېچ جنګ نه، بلکې نسل وژنه ده

د برازیل ولسمشر لولا داسیلوا غزه کې د کړکېچ په تړاو ویلي؛ دا جګړه نه بلکې نسل وژنه ده، چې د زرګونه ماشومانو د وژل کېدو لامل شوې ده.

نوموړي دغه راز ویلي، چې جګړې ځانګړي اصول لري او په منځني ختیځ کې کېدونکی کړکېچ ډېر جدي دی.

ښاغلي داسیلوا زیاته کړې، چې دا جګړه نه، بلکې نسل وژنه ده او له دوه زره زیات داسې ماشومان پکې وژل شوي، چې له دې جګړې سره هېڅ تړاو نه لري، خو قرباني دي.