ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

کرېکټ نړیوال جام کې ښایي د پاکستان مخکې تګ هېلې نیمګړې پاتې شي

د روان پنځوس اوريز نړيوال جام سياليو په لړ کې تېره شپه پاکستان خپله ۶مه لوبه د سويلي افريقا ملي لوبډلې سره وکړه.

پاکستان خپل سیال ته له ورکړل شوي هدف څخه دفاع ونه کړای شوه او دغه لوبه د سویلي افریقا لوبډلې په وروستیو شیبو کې وګټله.

دا په نړیوال جام کې د پاکستان پرلپسې ۴مه ماتې ده چې د نړیوال جام بل پړاو ته یې د پاکستان مخکې تګ نور هم پیچلی کړ.
په روانو سیالیو کې پاکستان ۳ نورې لوبې هم لري، چې مخکې تګ لپاره باید درې واړه وګټي.

خو پاتې لوبې یې ۳ سترو هېوادونو نیو‌زیلاینډ، انګلستان او بنګله‌دېش سره دي.

دغه لوبډلې د پاکستان په نسبت ښې روانې دي او پاکستان ته په مخکې تګ کې سرخوږی جوړولای شي.