د ټولګټو چارو سرپرست وزیر الحاج ملا محمد عیسی ثاني له لوري د سالنګونو لويې لارې د درېيمې برخې د اساسي بیارغونې چارې پيل شوې.
د سړک یاده برخه له خنجان ولسوالۍ څخه پیل تر دوشي پورې ۲۱.۳ کيلومتره اوږدوالی، ۷ متره پلنوالی او ۳ متره شولډرونه(د سړک غاړې) لري.
دغهراز په اوږدو کې يې مصنوعي ساختمانونه، د ځینو پلونو او پلګوټو ترمیم، د سړک غاړې کانکريټي لښتي او استنادي ديوالونو د ترميم او بیارغونې چارې شاملې دي.
د ټولګټو سرپرست وزیر پروان او بغلان ولایتونو ته د سفر په ترڅ کې د سالنګونو لويې لارې د تونل او ۱۶ ګالرۍ له رغنیزو چارو څخه هم ليدنه کړې ده.
دغهراز د پروژې او قراردادي شرکت مسولینو ته يې د کار په چټکتيا، غوره کيفيت او په ټاکلي وخت د کار د بشپړولو په هکله اړینې لارښوونې کړې دي.
د يادونې وړ ده، چې د دې لويې لارې د اساسي رغونې د چارو په بشپړېدو سره به د هېواد شمالي ولايتونو ته د سوداګریزو توکو په لېږد او د مساپرو په تګ راتګ کې د پام وړ اسانتياوې رامنځته شي.

