ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

غزه کې د ځمکنیو عملیاتو د پیل په تړاو امریکا ته د سعودي عربستان خبرداری

امریکا ته د غزې ځمکنیو عملیاتو د پیل په تړاو د سعودي عربستان له خبرداري وروسته واشنګټن په اسرائیلو فشار راوړی، چې پر غزه د خپلو ځمکنیو عملیاتو کچه کنټرول او یا یې په بشپړ ډول ودروي.

اسرائیلو د جمعې په ورځ اعلان وکړ، چې غزه کې ځمکني عملیات پیلوي.

له دې وړاندې هم د سعودي عربستان یوه چارواکي له خپلو امریکايي سیالانو سره په لیدنه کې د غزې د ځمکنیو عملیاتو په ناوړه پایلو خواشیني څرګنده کړې وه او ویلي یې وو، چې دا حمله ټول منځني ختیځ ته ناورین دی.

د وسله‌والو ځواکونو کمېټې غړي او دموکرات سناتور ریچارد بلومنتال ریاض ته د خپل سفر په ترڅ کې ویلي وو، چې سعودي چارواکو غزه کې د قربانیانو د شمېر پر زیاتېدو د دې برید له پایلو خبرداری ورکړی او دا برید یې سیمه کې خطرناک ګڼلی دی.