د عاليقدر امیرالمؤمنین د حکم پر اساس د مهاجرینو ستونزو ته د رسیدو په موخه عالي کمیسیون جوړ شو
داچې د پاکستان حکومت د ټولو نورمونو خلاف د افغان مهاجرینو د اخراج فیصله وکړه، نو په همدې اساس د عالیقدر امیرالمومنین د حکم له مخې له پاکستان او نورو هیوادونو څخه په جبري توګه د را ایستونکو افغان مهاجرینو ستونزو ته د رسېدنې په موخه د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبد السلام حنفي صاحب په مشري د ۳۱ لوړ رتبه مسولینو په شمول عالي کمېسیون جوړ شو او اسلامي امارت د خپلو امکاناتو په محدوده کې د لومړنیو خدماتو وړاندې کولو په موخه په ۸ فصلونو او ۳۱ مادو کې کړنلاره توشیح او د یادې کړنلارې د تطبیق لپاره یوه دارالانشاء او ۱۲ کمیټې منظورې کړې.
یادې کمیټې به خپلو امکاناتوته په کتو د مهاجرینو تثبیت، تشخیص، انتقال، لومړني او صحي خدمات او موقت پنډغالي تهیه کوي او په ځانګړي ډول سوداګرو او صنعتکارانو ته د یوه طرزالعمل له مخې خاصې اسانتیاوې په نظر کې نیول شوې دي.
همدارنګه هغه هیوادوال چې د ځینو تشویشونو له امله بهرنیو هیوادونو ته تللي، هغوی ته ډاډ ورکوو، چې پرته له کوم تشویش څخه بیرته راستانه او په خپل هیواد کې باعزته ژوند وکړي.

