ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

ملګرو ملتونو کې د هند استازی: پاکستاني پوځي رژیم د روژې په مبارکه میاشت کې د روږدو د درملنې پر مرکز کې عام‌وژنه کړې

په ملګرو ملتونو کې د هند استازي د کابل پر یوه روغتون د پاکستاني پوځي رژیم وروستی برید په کلکو ټکو غندلی او هغه یې د نړیوالو اصولو ښکاره نقض بللی دی.

په ملګرو ملتونو کې د هند دایمي استازي پرواتانني هریش په خپلې اېکس پاڼې لیکلي، چې د پاکستاني رژیم له لوري د افغانستان د خاورې نقض د ملګرو ملتونو د منشور ښکاره سرغړونه ده او باید ژر تر ژره ودرول شي.

نوموړي زیاته کړې، چې دغه برید د روژې مبارکې میاشتې په ترڅ کې ترسره شوی او پاکستاني رژيم کابل کې د درملنې په مرکز کې ملکي وګړي په نښه کړي، چې دا کار د بشري ارزښتونو خلاف عمل بلل کېږي.

د یادونې وړ ده، چې وړمه شپه شاوخوا نهه بجې د کابل پر یوه لوی روغتون برید شوی چې له امله یې سلګونو ملکي کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې او دې پېښې په کور دننه او نړیواله کچه پراخ غبرګونونه راپارولي دي.