د اروپايي ټولنې کمېسیون ویلي، د پاکستان د پوځي رژیم لهخوا په کابل کې د روږدو د درملنې پر روغتون برید له نړیوالو بشردوستانه قوانینو ښکاره سرغړونه ده.
یاد کمېسیون د روغتیايي مرکزونو او ناروغانو د ساتنې پر اړتیا ټینګار کړی او زیاته کړې یې ده، چې دا ډول تاسیسات باید هېڅکله د بریدونو هدف ونه ګرځي.
د اروپايي ټولنې کمېسیون همدا راز د تاوتریخوالي د سمدستي کمېدو، زغم، د اوربند ټینګښت او د خبرو اترو د بیا پیل غوښتنه کړې ده.

