د مرکزي اسیا لپاره د اروپایي اتحادیې پراختیایي مرستو مشرې اغلې سارا او د اروپایي اتحادیي د سفیرې مرستیال لوډویک او مل پلاوي د کډوالو او راستنېدونکو چارو له سرپرست وزیر الحاج خلیل الرحمن حقاني سره لیدنه کړې.
په دغه ناسته کې د کډوالو په ستونزو، هرات کې د وروستیو زلزلو له امله د بې ځایه شوو او د بشري مرستو په څرنګوالي بحث او خبرې شوې دي.
اغلې سارا ویلي، چې اروپایي اتحادیي د هرات د زلزله ځپلو لپاره څلورنیم میلیونه یورو مرسته اعلان کړې او د راستنېدونکو لپاره یې د مهاجرت له نړیوال سازمان سره د ۱۵ میلیونه یورو تفاهمنامه لاسلیک کړې ده.
دا ټول ددې ښکارندویي کوي، چې موږ د کډوالو د راتګ لپاره اماده یو او افغانان هېڅکله یوازې نه پرېږدو.
د کډوالو چارو وزیر یاد پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ ددوی له مرستو مننه کړې او ویلي یې دي، چې د افغانستان سره مرستې ډېرې اعلانېږي، خو متاسفانه مثمره پایله یې نه تر سترګو کېږي، زیاتې مرستې د موسساتو په اداري لګښتونو او په بې ضرورته پروژو مصرفېږي.
نوموړي زیاته کړې، چې مرستې دې مهاجرینو ته په دایمي سرپناه، کلینیکونو، مکتبونو او نورو بنسټیزو پروژو مصرف شي ترڅو د خلکو په ژوند کې مثبت بدلون رامنځته شي.
د ښاغلي حقاني په وینا؛ موږ په ۲۸ ولایتونو کې د کډوالو لپاره ښارګوټي لرو، چې په هغې کې د کډوالو د بیا میشتولو لپاره لومړنیو اسانتیاو چمتو کولو ته اړتيا ده او مرستندویه هېوادونه او بنسټونه دې په دې برخه کې مرستې وکړي.

