ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

انتونيو ګوترش: غزه کې له نړیوالو بشري قوانینو په ښکاره سرغړونې ته ډېر اندېښمن یم

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترش د دې سازمان امنیت شورا کې د غزې پر بشري وضعیت د خواشیني په څرګندولو سره ویلي، چې جګړه هم ځانګړي اصول او قوانین لري.

نوموړي زیاته کړې، چې په اسرائیلو د حماس برید د فلسطین د اشغال، قدس کې د اسرائیلي ځواکونو د مخکینیو جنایتونو او د اسرائیلو له لوري د فلسطین شاوخوا د ۵۶ کلن اشغال پایله ده.

د ښاغلي ګوترش په وینا؛ په روانه جګړه کې نړیوال قوانین په ښکاره ډول مات شوي او غزه کې له بشري حقونو وحشتناکه سرغړونې شوې دي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي ویلي، چې د غزې تړانګې په روانه جګړه کې د غیرې نظامیانو خوندیتوب او ژوند ته هېڅ پاملرنه نه ده شوې.