د هېواد د المپیک ملي کمیټې او سپورت عمومي رییس مولوي احمدالله وثیق د هرات ولایت د ورزشي فدراسیونونو له مسولینو سره لیدنه کړې.
نوموړي په دې لیدنه کې ډاډ ورکړی، چې د امکان تر بریده به د دې ولایت د ورزشکارانو ستونزې حل کړي.
د یاد ولایت د فدراسیونونو مسولینو د هرات د ورزشکارانو ستونزو په اړه ښاغلي وثیق ته معلومات ورکړي دي.
د بدني روزنې او سپورت عمومي رییس مولوي احمدالله وثیق د ورزشي فدراسیونونو مسولینو ته ډاډ ورکړی، چې تر خپل وس او توان پورې به ورزشکارانو ته کار او خدمت وکړي.

