بنګلهدیش کې د دوو اورګاوډو د ټکر له امله ۱۷ کسان وژل شوي او لسګونه نور ټپیان دي.
دا پېښه د یاد هېواد په ختیځ بهايي راب ښار کې رامنځته شوې ده.
ویل کېږي، چې یوه بار وړونکی اورګاډی له بل مسافر وړونکي سره ټکر کړی دی.
په دې پېښه کې ۵۰ کسان ټپیان شوي او ښايي چې د وژل شویو کسانو شمېر نور هم زیات شي.

