تسنیم خبري اژانس ومنله، چې د ایران مذهبي مشر سید ایت الله علي خامنهيي ژوند بایللی.
د یادې رسنۍ د راپور پر بنسټ، خامنهيي د امریکا او اسراییلو په ګډو بریدونو کې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
همدارنګه ایرنا خبري اژانس د ایران د دفاع شورا د منشي علي شمخاني او د سپاه پاسداران د عمومي قومندان محمد پاکپور د مړیني خبر هم تایید کړی.
د ایرنا د راپور له مخې، دغه لوړ پوړو ایراني چارواکو هم پر تهران د امریکا او اسرائیلو وروستي برید کې ژوند بایللی دی.
د ایران دولت د دې هېواد د مذهبي مشر سید علي خامنهیي د مړینې له امله ۴۰ ورځې عمومي ماتم او ۷ ورځې عمومي رخصتي اعلان کړې ده.
دا په داسې حال کې ده، چې له دې وړاندې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو د خامنهيی مړینه تائید کړې وه.

