ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

لغمان کې ۱۰ د اوبو رسولو شبکې جوړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

لغمان کې د کلیو بیارغونې او پراختیا او پوهنې ریاستونو په ګډه همغږي او نظارت د یونیسف ادارې د ۴۰ میلیونه افغانیو په مالي لګښت، د اکټیډ موسسې له لوري لس د اوبو رسولو شبکې جوړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.

د لغمان والي قاري زین العابدین عابد ویلي، چې یادې پروژې د مرکز مهترلام اړوند سلطان غازي بابا، عمرزیي، چهاردهي، خاله خیل، د قرغیو ولسوالۍ په کاکڅ، عبدالرحیمزایي، باباجي، نهرکریم، فرمان خیل او د علینګار اړوند د منګو کليو په لس ښوونځیو کې د یوه کال په موده کې جوړې شوې دي.

د کلیو بیا رغونې او پراختیا ریاست د معلوماتو له مخې دې پروژو کې ۱۳ زره متره د شبکو اوږدوالی، ۶۰۰ شیردهنونه، لس حلقې کوهیان، ۲۲۰ سولري تختې، ۶ د اوبو ذخیرې، ۱۲ سیټه عصري تشنابونه او ۲۰ د لاس وینځلو کاسې جوړې شوي، چې په جوړیدو سره یې ۸ زره او ۷۶۹ زده‌کوونکو او ۴ زره او ۵۵۰ کورنیو ته د څښاک پاکې اوبه برابرې شوې دي.

د سیمو خلکو داسې پروژې د لغمان ولسونو ته ډیرې ګتورې بللې او ویلي یې دي، چې له دې مخکې یې د ښوونځیو سربېره په سیمو کې هم پاکو اوبو ته لاس رسی کم و، خو ددې پروژو په پلي کېدو سره یې ټولې ستونزې حل شوې. اوس کور په کور د پاکو اوبو نلکې ورته لګول شوي او ګټه ترې اخلي.