ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د پاکستان پر وړاندې د افغان کرېکټ ملي لوبډلې بریا؛ د چارواکو او افغانانو له تود هرکلي سره مخ شوه

افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې تېره شپه د نړیوال جام لوبو پر دوام خپل سر سخت سیال پاکستان ته ستره او تاریخي ماتې ورکړه.

دا ماته د چارواکو او افغانانو له تود هرکلي سره مخ شوه، خپله ملي لوبډله یې وستایله او دا بریا یې د هېواد لپاره ستر ویاړ وبلله.

د ریاست‌الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر ټول ملت، کرېکټ بورډ او ملي لوبډلې ته د دې بریا مبارکي ورکړې او ویلي یې دي؛ دې لوبې وښوده چې افغان ځوانان په هر ډګر ګې وړتیاوې لري او بریاوې خپلولای شي او موږ ورته لابریا غواړو.

د ملي تلویزیون لوی رییس قاري محمد یوسف احمدي ټولو افغانانو ته د یادې بریا مبارکي ویلې او کرېکټ لوبډلې ته یې د لا نورو بریاوو دعا کړې ده.

نوموړي ویلي؛ افغانان مستعد قوم دی، چي هر میدان ته ودانګي نو بریا تر لاسه کولی شي.

د المپیک او سپورټ لوی رییس مولوي احمدالله وثیق ویلي، چې دا ستره بریا دې ټول ملت ته مبارک وي.

انس حقاني ټول ملت ته د دې سترې بریا مبارکي ورکړې او ویلي یې دي، چې زموږ کرېکټ تر بل هر وخت په ښه وضعیت کې دی. په لومړي ځل مو د انګلنډ او پاکستان ټیمونه مات کړل.

نوموړی زیاته کړې؛ افغانان مستعد خلک دي، چې متحد وي او د ټیم په توګه کار وکړي، هر څه ممکنوي.

قطر کې د اسلامي امارت د سیاسي دفتر رییس محمد سهیل شاهین ټولو هېوادوالو او د کرېکټ ټیم ټولو غړو ته د دې بریا مبارکي ویلي او د لا بریاوو هیله یې ورته کړې ده.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د هنر او کلتور مرستیال عتیق‌الله عزیزي ټولو هېوادوالو ته د زړه له کومې د دې سترې بریا مبارکي ویلې ده.

د افغانستان ملي تلویزیون مرستیال هدایت‌الله هدایت هم ټولو هېوادوالو ته د پاکستان پر وړاندې د بریا مبارکي ویلې ده.

د کرېکټ شنونکی جعفر هاند وايي، افغانستان پاکستان مات کړ او تاریخ یې جوړ کړ.

د کرېکټ بل شنونکی ایمل پسرلی وايي؛ همدا مو نړیوال جام و، عالي لوبه وه عالي، بیخي له تصوره ور پورته.

پاکستان ته ماته دې ټولو افغانانو او د افغانستان مینه‌والو ته مبارکه وي.

بهرنیو چارو وزارت کې د اقتصادي اړیکو رییس شفیع اعظم وايي، چې کرېکټ کې د انګلینډ او پاکستان په څېر ټیمونو ماتول زموږ قوت ښیي. دې ملت کې عجیبه وړتیا شته.

نوموړی زیاتوي؛ موږ به اقتصادي ډګر کې هم شهکارونه وکړل او سیاسي ډګر کې به یوځل بیا دې خطه کې د خپل زوړ عظمت مظاهره کوو.

میرویس عزیزي وايي؛ د ډېرې خوښۍ ځای دی چې د پاکستان پر وړاندې د افغان کرېکټ ملي لوبډلې بریا په ټول هېواد او نړۍ کې نمانځو.

دا ستره بریا دې ملي لوبډلې او ټول ملت ته مبارک وي.

نوموړي زیاته کړې، چې د دې تاریخي بریا په مناسبت د کرېکټ ملي لوبډلې غړو ته ځانګړې جایزې په پام کې نیول شوې دي.

د دې تر څنګ ټولو هېوادوالو خپله خوښي څرګنده کړې او دا ستره لوبه یې نه هېردونکې او تاریخي ګڼلې ده.