د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې په یوه جذابه لوبه کې د پاکستان کرېکټ لوبډلې ته په ۸ ویکټو ماتې ورکړه.
د یادې لوبې پچه پاکستان وګټله، چې لومړۍ یې د توپوهنې پرېکړه وکړه.
پاکستان ښه پیل وکړ، خو افغان پیاوړي الرونډر عظمتالله عمرزي یې ملګرتیا ماته کړه او امامالحق یې اوټ کړ.
یو پر بل پسې د پاکستانیانو ویکټې چپه شوې، چې درې مهمې ویکټې یې ځوان لوبغاړي نوراحمد لکڼوال له مخې لرې کړې.
د دې تر څنګ محمد نبي عیسیخیل پیاوړې او ښه توپ اچونه وکړه او په خپلو لسو اورونو کې یې یوازې د ۳۱ منډو په بدل کې یوه ویکټ ترلاسه کړه.
پاکستان د ۷ لوبغاړو په سوزېدو سره په ټاکلو ۵۰ اورونو کې ۲۸۲ منډې جوړې کړې او افغانستان ته یې ۲۸۳ منډې هدف وټاکه.
د افغان اتلانو له لوري په توپ اچونه کې نور احمد لکڼوال ۳، نوین الحق ۲، عظمت الله عمرزي او محمد نبي هر یوه، یو لوبغاړی د لوبې له ډګره بهر کړل.
د دویمې پاڼۍ په پیل کې د افغان کرېکټ پیاوړو اوپنرانو رحمانالله ګربز او ابراهیم ځدراڼ ښه پیل وکړ او دواړو نیمه سلیزې جوړې کړې.
ورپسې رحمت شاه او حشمتالله ښه ملګرتیا وکړه، چې پیاوړي توپ وهونکي رحمتشاه د پاکستان پر وړاندې خپله ۲۴مه نیمهسلیزه جوړه کړه.
د دوی دواړو ملګرتیا افغانستان تر بریا ورساوه او پاکستان ته یې په اتو ویکټو ستره او تاریخي ماتې ورکړه او ټاکلی هدف یې په ۴۹ اور کې پوره کړ.
د نړیوال جام سیالیو په دوام دا د افغانستان پینځمه لوبه وه.
افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې د خپلو پینځو لوبو پر دوام دویمه لوبه هم وګټله او بریا یې پر خپل نوم کړه.
افغان کرېکټ ملي لوبډلې له دې وړاندې انګلستان ته په ۶۹ منډو تاریخي ماتې ورکړې وه.

