د فلسطیني کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو مرستندویه اداره وايي؛ په غزه کې د جګړې له پیل راهیسې د دې ادارې ۲۹ کارکوونکي، چې نیمايي یې ښوونکي دي وژل شوي.
د اسرائیلو له لوري پر غزه د بمباریو او هوايي بریدونو له امله لسګونه زره اوسېدونکي د ملګرو ملتونو اړوند ښوونځیو او تاسیساتو کې پناه اخیستې ده.
د فلسطین روغتیا وزارت وايي، چې د اسرائیلو په هوايي بریدونو کې تر اوسه ۴ زره او ۶۵۱ کسان شهیدان شوي، چې ۱۸۷۳ یې ماشومان، ۱۱۰۱ ښځې او ۱۶۷۷ نارینه دي.
د یاد وزارت په وینا؛ د جګړې له پیل نه تر اوسه ۱۴ زره او ۲۴۵ کسان ټپیان شوي دي.
د حماس او اسرائیلو تر منځ د اکتوبر میاشتې پر ۷مه جګړه پیل شوه، چې له ۱۴۰۰ ډېر اسرائیلیان پکې وژل شوي او شاوخوا ۲۰۰ نور ژوندي نیول شوي دي.

