ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

خلیفه سراج‌الدین حقاني: نړیواله ټولنه او سازمانونه باید د یو اړخیزو پرېکړو پر ځای پر تفاهم او ډیپلوماټیکو اړیکو ټینګار وکړي

د کورنیو چارو سرپرست وزیر خلیفه سراج الدین حقاني افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي له ځانګړي همغږي کوونکي فریدون سینیرلي اوغلو او مل پلاوي سره لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې ښاغلي سینیرلي اوغلو د افغانستان روان وضعیت ارزونې په اړه ویلي؛ د بېلابېلو هېوادونو له چارواکو سره د لیدنو پر مهال دې پایلې ته رسیدلی، چې هېڅ هېواد افغانستان کې د جګړې غوښتونکی او ملاتړی نه دی.

نوموړي هېواد کې د قانون تطبیق، ډاډمن امنیت، د کرنیزو چارو وده او بیارغونې په برخه کې بنسټیزو پروژو پلې کول د اسلامي امارت لاسته راوړنو ښکاره بېلګې یادې کړې دي.

د ښاغلي اوغلو په وینا؛ یوناما له نړیوالو سره د افغانستان اړیکو پیاوړتیا، بیارغونې او له نشه‌یي توکو سره د مبارزې په برخه کې بشپړې همکارۍ ته چمتو او لېواله ده.

ښاغلي سراج الدین حقاني ویلي، چې د نړیوالې سولې تامین، د خبرو له لارې د مسایلو حل او بې پرېتوب د ملګرو ملتونو مسوولیت دی.

دغه‌راز افغانانو سره هم باید دې برخه کې لازم ګامونه اوچت شي.

د کورنیو چارو سرپرست وزیر زیاته کړې، چې نړیواله ټولنه او سازمانونه باید د یو اړخیزو پرېکړو پر ځای پر تفاهم او ډیپلوماټیکو اړیکو ټینګار وکړي او ستونزې او شته خنډونه باید د خبرو له لارې هوار شي.

د ښاغلي حقاني په وینا؛ د اطلاعاتو، تفاهم او اړیکو له لارې ستونزو له منځه وړلو په موخه حل لارې شته.

قدرمن خلیفه صاحب افغانان د نړیوالې ټولنې د کورنۍ مسول غړي یاد کړي او ټینګار یې کړی، چې له پامه غورځول یې باید مطرح نه وي.

خلیفه سراج‌الدین حقاني ویلي، چې د افغانانو تر منځ شخړې پای ته رسېدلې، د باور جوړونې پړاو دوام لري، پر یو بل د اعتماد کچه لوړه شوې او د یو منظم او متحد هیواد په توګه په هره سیمه کې د بیارغونې چارې روانې دي.

دغه‌راز اوسنی نظام د ټولو افغانانو د قربانیو په پایله کې رامنځته شوی او د ټولو په ګډه همکارۍ به چارې پر مخ ځي.

نوموړي هېواد کې د نشه‌یي توکو پر وړاندې روانه مبارزې په اړه ویلي، چې اسلامي امارت تر دې دمه په دې برخه کې کامیاب دی.

څرنګه چې نشه‌يي توکي د ټولو ملتونو لپاره یو لوی ګواښ دی، مبارزه هم باید د ټولو له لوري ترسره شي.

دغه‌راز بزګرانو ته بدیل معېشت برخه کې باید مرستې وشي او نورو سیمو کې هم سمې او واقعي همکاري رامنځته شي.