ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

هند پر افغان خاوره د پاکستاني ملېشو د وړمې شپې وحشيانه بريدونه وغندل

هند پر افغان خاوره د پاکستاني ملېشو د وړمې شپې وحشيانه بريدونه؛ چې له امله يې ملکي وګړي پکې شهيدان او ټپيان شول، په کلکو ټکو غندلي دي.

د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند رندهیر جېسوال د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، د روژې په مبارکه میاشت کې پر افغان خاوره ترسره شوي بریدونه، چې ښځې او ماشومان هم پکې زیانمن شوي، د اندېښنې وړ دي.

دغه‌رار نوموړي دغه اقدام د پاکستان له لوري د خپلو کورنیو ناکامیو د پټولو هڅه بللې ده.

همداراز هند يو ځل بيا ټینګار کړی، چې د افغانستان د حاکمیت، ځمکنۍ بشپړتیا او خپلواکۍ ملاتړ ته ژمن دی.