ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د پاکستاني ملېشو د وړمې شپې په بریدونو کې ۸ تنه زده‌کوونکي شهیدان شوي

وړمه شپه د پاکستان پوځي رژیم له ټولو اسلامي، انساني او بشري اصولو څخه په ښکاره سرغړونې ډېورنډ فرضي کرښې ته نږدې د پکتیکا برمل ولسوالۍ مٙرغې کلي کې په فاروقیه مدرسې او د ننګرهار ولايت بهسودو ولسوالۍ او نورو سیمو کې وحشيانه بریدونه کړي.

د پوهنې وزارت په اعلامیه کې راغلي، چې د دغو بریدونو په پایله کې د فاروقیه مدرسې یو تن طالب العلم ټپي او د بهسودو ولسوالۍ اړوند ٨  تنه د ښوونځیو زده‌کوونکي (پینځه هلکان او درې انجونې ) شهیدان شوي او همدارنګه لسګونه نور عام بې ګناه وګړي شهیدان او ټپیان شوي دي او دغه راز ښوونیز مرکزونه ویجاړ، د قرانکریم نسخې او نور دیني کتابونه پکې سوځېدلي دي.

اعلامیه زیاتوي؛ دا نه بښوونکي وحشیانه کړنې ښيي، چې د پاکستاني رژیم دښمني یوازې د افغانانو له ژوند سره نه؛ بلکې د افغانانو له دین، زده کړې، ښوونیزو مرکزونو او فرهنګي بنسټونو سره هم ده.