د کابل والي شیخ محمد قاسم خالد د یوناما مرکزي دفتر له رییسې سره په ولایت مقام کې لیدنه کړې.
د یوناما دفتر مرکزي زون رییسې اغلې افغانستان کې د خپلو نوو فعالیتونو په اړه کابل والي ته معلومات ورکړل او ویلي یې دي، چې غواړو د کابل په بېلابېلو برخو کې پروژې پلې کړو.
نوموړې زیاته کړې، چې یاد دفتر غواړي د ښې حکومتولي او د خلکو د ټولنیزو ستونزو د حل په برخه کې غونډې جوړې او د کابل ولایت ولسونو ته د ملګرو ملتونو په اړه معلومات ورکړي.
د کابل والي شیخ محمد قاسم خالد د یوناما دفتر د مرکزي زون رییسې ته ښه راغلاست ویلی او له افغانانو سره یې په بېلا بېلو برخو کې د یاد دفتر مرستې او د ولسونو لاسنیوي ستاینه کړې ده.
نوموړي د نویو پروژو د پلي کولو په برخه کې د مرستې ډاډ ورکړی او له ولایتي ادارې سره یې په همغږي ټينګار کړی دی.
شیخ محمد قاسم خالد کابل ښار کې د پاکو اوبو نشتون ستونزې ته په اشارې سره ویلي، چې کابل ښارایان د پاکو اوبو له بحران سره مخ دې او له دوی یې غوښتي، چې د دې بحران په مخنیوي کې مرسته ورسره وکړي.
د یادولو وړ ده، چې یوناما له ۲۰۰۲ کال راهیسې په افغانستان کې د زده کړو، روغتیا او د خوړو رسونې په برخه کې له خلکو سره بشرې مرستې پرمخ وړي.

