ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

کرېکټ؛ ملي‌سپورټ د غازي امان الله خان لېسټ اې سياليو خپراوي حقوق ترلاسه کړل

د افغانستان ملي راډيو ټلوېزيون رهبرۍ او د افغانستان کرېکټ‌بورډ ترمنځ د يو هوکړه ليک په لاسلیکولو سره د غازي امان الله خان یو ورځنیو سياليو د نشر حقوق ملي‌سپورټ ته ورکړل شول.

لېسټ اې سیالیو کې ۵ لوبډلې ونډه لري، چې د روان کال، لړم میاشتې پر ۷مه نېټه به پیل او د همدې میاشتې تر ۲۹مې به دوام وکړي.

دغه سیالۍ لومړي ځل لپاره په ۲۰۱۷م کال کې د ۸ لوبډلو تر منځ وشوې.

د دې سیالیو زیاته اتلولي مس عینک لوبډلې خپله کړې ده.

سږ کال دغه سیالۍ د ۵ لوبډلو تر منځ په غازي امان الله خان کرېکټ لوبغالي کې د ۵ لوبډلو تر منځ ترسره کیږي.