د کورنیو چارو وزارت ویاند مفتي عبدالمتین قانع په یوه خبري کنفرانس کې وايي، د تېرو شپږو میاشتو په لړ کې د هېواد د مرکز او ولایتونو د پولیسو روزنې په مزکزونو کې ۱۱ زره ۶۳۴ کسانو اساسي او ځانګړې زده کړې ترلاسه کړې او ۲ زره او ۵۶۸ پولیس سرتېري د زده کړو په ترلاسه کولو بوخت دي.
دغهراز ۵۰ افغان پولیس روسیه که له مسلکي زدهکړو فارغ او بېرته هېواد ته را ستانه شوي.
ښاغلی قانع وايي، چې وروستیو کې د پولیسو له اکاډمۍ ۲۹۳ کمیسار زده کړیالان د لسانس په کچه فارغ او هېواد او خلکو ته د خدمت په موخه په مسلکي او تخصصي بستونو کې په دندو ګمارل شوي دي.
نوموړی زیاتوي؛ کورنيو چارو وزارت په تېرو شپږو کې د ډاياک مديريت له لارې، ځغره وال موټرونو ته د جوازونو له ورکړې، د وسلو ګرځولو له جوازونو او امنيتي کمپنيو ته د جوازونو له ورکړې ۹۵ ميلونه او ۵۰۰ زره افغانۍ عوايد ترلاسه کړي دي.
دغهراز له ۳۹ ميليارده افغانيو چې عادي او پراختيايي بوديجه هم پکې شامله ده د ۱۴۰۲ کال لومړيو شپږو مياشتو کې ۱۹ مليارده او ۲۰۳ ميلونه افغانۍ عادي بوديجه او ۷۲ ميلونه پراختياييي بوديجه لګول شوې ده.
د ښاغلي قانع په وینا؛ د سوداګرو، اقتصادي او پراختیايي پروژو د امنیت ټینګښت په موخه د عامه ساتنې لوی ریاست معینیت ته ارتقا کړې ده.
دغهراز د کورنیو چارو سرپرست وزیر خلیفه سراج الدین حقاني کورنیو او بهرنیو سوداګرو ته ډاډ ورکړی، چې هېڅ فرد او ډلې ته به هېواد کې د تامین شوي سرتاسري امنیت د له منځه وړلو اجازه ور نه کړي.
د دې تر څنګ د ترافیکي سیستم د برېښنايي کولو لړۍ په منظم ډول روانه ده او د ترافیکو لوی ریاست د احصایوي چارو د کچې لوړولو په موخه د هېواد ټول وسایط په برېښنايي سیستم کې ثبت او راجستر شوي دي.
د کورنیو چارو وزارت ویاند وايي، چې د تېرو شپږو مياشتو په لړ کې د هيواد بېلا بېلو برخو کې ۲ زره او ۲۸۸ ترافيکي پېښې شوې، چې له بدمرغه ۱۰۲۹ هيوادوالو پکې خپل ژوند بایللی او ۳ زره او ۸۹۰ نور ټپيان شوي.
همداراز، پوليسو د يادو پېښو په تړاو ۸۲۱ تنه نيولي او ۱۴۰ تنه د پوليسو تر څار لاندې دي.
د نوموړي په وینا؛ له نشهیي توکو سره د مبارزې پولیسو د وروستیو شپږ میاشتو په لړ کې د هېواد له مرکز او لایتونو ۱۱ زره او ۴۰۰ تنه په نشو روږدي کسان راټول کړي او ۲ زره او ۵۷۹ کسان له روغتیا وروسته خپلو کورنیو ته ستانه شوي دي.
دغهراز د ۱۴۰۲ کال تېرو شپږ مياشتو کې ۶۶۶۷ قلمه درمل، ۲۸۶۸ قلمه د اړتيا وړ طبي توکي او ۷۸ زره لابراتواري ريجينتونه په مرکز او ولايتونو کې د پوليسو پر روغتيايي مرکزونو وېشل شوي دي.
مفتي عبدالمتین قانع زیاتوي، چې د ۱۴۰۲ کال لومړيو شپږ مياشتو په لړ کې د کورنيو چارو وزارت د عامه خدمتونو مرکز ته ۱۲۲ زره هيوادوالو مراجعه کړې، چې دياد مرکز له لوري د مراجعينو ټولو کاري چارو ته لاسرسی شوی او هېڅ ځنډ نه دی رامنځ ته شوی.

