د بښنې نړیوال سازمان وايي، چې پر غزه تړانګه د اسرائیلو برید باید د جنګي جرمونو په توګه وڅېړل شي.
یاد سازمان پر غزه د اسرائیلو د ناقانونه برید نوي شواهد راټول کړي او ویلي یې دي، چې غزه کې د اسرائیلو او حماس ترمنځ د وروستۍ جګړې په اړه یې له ژوندي پاتې شویو او عیني شاهدانو سره خبرې کړې او د سټلایټ عکسونه یې تحلیل کړي دي.
د یاد سازمان په وینا؛ د اسرائیلو له لوري هوايي بریدونه او بمبارۍ د وحشتانکې ویجاړۍ او د ډېری کورنیو د له منځه تلو لامل شوي دي.
د بښنې نړیوال سازمان غزې ته د بېړنیو مرستو د لېږلو او د اسراییلو له لوري د دې ښار د ناقانونه محاصرې د پای ته رسولو غوښتنه کړې ده.

