ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د کندهار پوهنتون له رهبري سره د شیخ ندامحمد ندیم لیدنه؛ د ځوانانو پر ښه روزنه یې ټینګار کړی

په یاده ناسته کې د لوړو زده کړو سرپرست وزیر شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم ویلي، چې موږ خپل ټول امکانات تاسو ته په اختیار کې درکړي، له تاسو مو هیله ده چې د ځوان نسل د روزنې په برخه کې ډېره هڅه او کار وکړئ.

نوموړي زیاته کړې، چې اوسنیو معیارونو او اړتیاوو ته په کتو مو تحصیلي نصابونه جوړ کړئ.

دغه راز مو د محصلانو لپاره د عملي زده‌کړو او کاري فرصتونو پیداکولو په موخه له ګڼو سکتوري ادارو سره هوکړه لیکونه لاسلیک کړي دي.

وروسته د کندهار پوهنتون رییس محمد اکرم شاه عاصم د لوړو زده کړو سرپرست وزیر ته ښه راغلاست ویلی او مننه یې کړې، چې د لوړو زده‌کړو د پرمختګ په موخه یې اړین ګامونه اخیستي دي.

ښاغلي عاصم ویلي، چې د کندهار پوهنتون ټول استادان، اداري او خدماتي کارکوونکي د هېواد خدمت او د نظام ټينګښت ته پوره پوره ژمن دي.

په پای کې د پوهنتون رهبري او استادانو خپلې ستونزې او وړانديزونه له سرپرست وزیر سره شریک کړي دي.

ښاغلي ندیم دوی ته د ستونزو د حل ډاډ ورکړی او په اړوند برخه کې یې اړینې سپارښتنې ورته کړې دي.