د کورني کرېکټ څانګې له لوري په کابل کې ۱۶ ثبت شویو کلبونو تر منځ کرېکټ سیالۍ پیل شوې وې، چې تېره ورځ په یوې جذابې سیالۍ پای ته ورسېدې.
د دې سیالیو پایلوبې ته کابلزلمي او زرملوال کلوبونو لار موندلې وه، چې کابل زلمي پکې سیالې لوبډلې ته د ۲۷ منډو په توپیر ماته ورکړه او اتلولي یې خپله کړه.
روښان زرملوال په ۴۲۲ منډو غوره توپوهونکی او ظاهر خان زړګی په ۱۴ ویکټو اخیستو سره د دې سیالیو غوره توپاچوونکی شو.

