د بدني روزنې او سپورټ ریاست په غازي سټډيوم کې د ملي، محلي او دوديزو سياليو د پراختيا امريت له لوري په لومړي ځل د شپږ لوبډلو د ٣٠ تنو ورزشکارانو ترمنځ د رسۍ کشولو دوديزې سيالۍ ترسره شوې.
د دې سياليو د پيل په مراسمو کې د المپیک ملي کمېټې او سپورټ عمومي ریيس مولوي احمدالله وثيق او نورو مسولینو ګډون کړی و.
په دې مراسمو کې ښاغلي وثیق ویلي، چې دا مهال د نورو ورزشونو ترڅنګ ملي، محلي او دوديز ورزشونه هم د پرمختګ په حال کې دي او وخت ناوخت په بېلا بېلو ولایتونو کې د محلي دوديزو ورزشونو سيالۍ ترسره کيږي.
نوموړي ډاډ ورکړی، چې ملي، محلي او دوديزو ورزشونو ته به هم پاملرنه کوي او د پرمختګ لپاره به يې هڅې کوي.
په دې سياليو کې د قهرمان خراسان، شيراني خراسان، مهتاب خراسان، مرکزي خراسان، ياران خراسان او ببر خراسان لوبډلو برخه لرله.
يادو سياليو، چې يوه ورځ يې دوام وکړ د شيراني خراسان لوبډلې په لومړي، مرکزي خراسان لوبډلې دويم او د ياران خراسان او مهتاب خراسان مشرک درېيم مقام ګټلو سره پاى ته ورسېدې.
د یادو سياليو موخه د ملي، محلي او دوديزو ورزشونو وده ښودل شوې ده.

