د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معین انجنیر مجیب الرحمن عمر اخندزاده د افغان بیارغونې بیوروي موسسې له ریيس انجنیر ابراهیم حیدري سره په سیندیزو حوزو کې د څښاک اوبو د ذخیرو د پروژو د پلي کولو په موخه د همکاري هوکړه لیک لاسلیک کړ.
ښاغلي عمر د دې هوکړهې لاسلیکولو پرمهال ویلي؛ د اوبو او انرژي وزارت رهبري له هر ملي او نړیوال بنسټ څخه چې په هېواد کې د اوبو د مدیریت په برخه کې اغېزمن او مثبت ګامونه پورته کوي، هر کلی کوي او له هغوی سره همکاري کوي، ترڅو له دې لارې د خلکو ستونزې اوارې او د څښاک اوبو ته د هغوی د لاسرسي زمینه چمتو شي.
د یادونې وړ ده، چې د دې هوکړه لیک پر بنسټ به یاده موسسه د بلخ ولایت په کشنده ولسوالي کې د اوبو او انرژي وزارت په همغږي سره د څښاک صحي اوبو پروژه پلې کړي.

