ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

ملا عبدالغني برادر اخوند: سوداګر دې کیفیت لرونکي نفت او ګاز هېواد ته وارد کړي

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند په مشري د روان لمریز کال د میزان میاشتې په ۲۶ مه نېټه د نفتو او ګازو د کیفیت او په دې برخه کې شته ستونزو د رسېدو په اړه د اړوندو سکټوري وزارتونو، ادارو او ملي سوداګرو ترمنځ غونډه وشوه.

د غونډې په پیل کې ملا عبدالغني برادر اخوند د سوداګرو فعالیتونو ته په اشارې سره ویلي، چې افغان ملي سوداګرو د هېواد په اقتصادي پرمختګ کې ارزښتناک رول لوبولی او لا هم په دغه برخه کې خپل فعالیت ته دوام ورکوي.

نوموړي زیاته کړې؛ زه له ټولو ملي سوداګرو غواړم، چې په خپل کار کې رښتیني و اوسي او پر نورو توکو سربېره هېواد ته باکیفیته نفت او ګاز وارد کړي، تر څو په دې سره هم چاپېریال او هم د انسانانو روغتیا خوندي شي.

ورپسې د نفتو او ګازو برخې ملي سوداګرو د افغانستان اسلامي امارت له مسولینو مننه کړې، چې دوی ته یې د کاروبار خوندي چاپېریال برابر کړی او هر اړخیز ملاتړ یې کوي.

یادو ملي سوداګرو د نفت او ګازو کیفیت د کنټرول، مالیاتو، د شرکت د یوزرنیم، په هېواد کې د تېلو د تصفیه خونو او په ګمرکونو کې شته ستونزې له محترم ملا عبدالغني برادر اخوند سره شریکې کړې دي.

د غونډې په پای کې محترم ملا صاحب د نفت او ګازو برخې ملي سوداګرو ته د ستونزو د حل ډاډ ورکړی دی.