ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

خلیفه سراج‌الدین حقاني د ۲۰۳ منصوري قول اردو له دویمې پلې لوا څخه لیدنه وکړه

د کورنیو چارو سرپرست وزیر خليفه سراج الدین حقاني سویل ختیځ زون ته د سفر په ترڅ کې د ۲۰۳ منصوري قول اردو له دویمې پلې لوا څخه لیدنه وکړه.

نوموړي ویلي، چې د افغانانو د وحدت وخت دی، مجاهدین باید فاصلې ختمې کړي، د هېواد له ازادۍ وروسته د ابادۍ هوډ پیاوړی شوی دی، موږ به د خدای او ولس په مرسته په دې هدف کې هم بري ته رسېږو.

دغه‌راز د دویمې پلې لوا قوماندان او نورو مسولینو له راغلي پلاوي څخه مننه کړې، په پای کې خلیفه صاحب د ولس د ستونزو حل کولو او هر ډول همکارۍ ډاډ ورکړی.