د هرات په زندهجان ولسوالي کې زلزلهځپلو ته د یوه ښارګوټي او معیاري کورنو د جوړولو چارې پيل شوې.
په دې مراسمو کې ګڼو ځايي چارواکو او مسولینو ګډون کړی و.
د دې ولایت د اطلاعاتو او کلتور رییس مولوي احمدالله متقي وايي، چې د ۲۰ کلیو زلزلهځپلو ته په بېلا بېلو سیمو کې ۲ زره او ۱۴۶ کورنه جوړېږي.
نوموړي زیاته کړې، چې له بارانونو او بادونو څخه د زلزلهځپلو د خوندیتوب په موخه پیاوړې خېمې ورکړل شوې او حکومت هڅه کوي، چې د یخنۍ له را رسېدو مخکې کورنه ورته جوړ کړي.
د یادولو وړ ده، چې د میزان میاشتې په ۱۵مه د شنبې په ورځ سختې زلزلې د هرات ځینې سیمې ولړزولې، چې په پایله کې یې څه باندې دوه زره کسان شهیدان او په زرګونه نور زخمیان شول. د دې تر څنګ زیات کورنه ویجاړ او زیانمن شول.

