اسراییلو تېره شپه غزه کې په ‘الاهلي عرب’ روغتون هوايي برید کړی، چې څه باندې ۵۰۰ کسان پکې شهیدان شوي او سلګونه نور ټپيان دي.
دا مرګونې پېښه فلسطین، سیمه او نړۍ کې له پراخو غبرګونو سره مخ شوې او بشر ضد کړنه ګڼل شوې ده.
د افغانستان اسلامي امارت دا برید په کلکو ټکو غندلی او د بشریت پر وړاندې یې ستر وحشت او جنایت بللی دی.
د ملګرو ملتونو سر منشي انتونیو ګوتریش دا هوايي برید، چې سلګونه کسان پکې شهیدان او ټپيان شوي، په کلکو ټکو غندلی او ویلي یې دي، چې په روغتون د هوايي برید له امله د سلګونو ملکي فلسطینیانو په نښه کولو وېرولی دی.
ترکیه کې بیا د دې هوايي برید په غبرګون کې پراخه لاریون شوی او د اسراییلو صهیونیستي رژیم سفارت نیول شوی دی.
ایران کې د فلسطین په میدان او تهران کې د فرانسې سفارت مخې ته لاریونونه شوي او ولسمشر علي خامنهاي ویلي، چې که دا جنایات دوام پیدا کړي، هېڅوک د مسلمانانو مخه نه شي نیولای.
د فرانسې ولسمشر امانویل مکرون ویلي، چې هېڅ شی غزه کې پر روغتون حمله نهشي توجیه کولای.
دغهراز د لبنان پلازمېنه بېروت کې د امریکا سفارت مخې ته د لاریونونو او د امنیتي ځواکونو او احتجاج کوونکو تر منځ د اخوډب خبر ورکړل شوی.
پر ایران او لبنان سربېره له مصر، اردن، ترکیې او تونس هم د لاریونونو راپورونه ورکړل شوي دي.

