ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

پر غزه اسراییلي برید؛ په یوه روغتون هوايي برید کې له ۵۰۰ زیات فلسطینیان شهیدان شوي

اسراییلو تېره شپه غزه کې په ‘الاهلي عرب’ روغتون هوايي برید کړی، چې په پایله کې یې سلګونه کسان شهیدان او ټپيان شوي.

د فلسطین عامې روغتیا وزارت ویلي، چې په دې هوايي برید کې څه باندې ۵۰۰ کسان شهیدان شوي او سلګونه نور ټپيان دي.

د یاد وزارت په وینا؛ په وژل شوو او ټپیانو کې ډېری ښځې او ماشومان دي.

د اسراییلو دا برید د نړیوالو توند غبرګونونه پارولي او په کلکو ټکو یې غندلی دی.

د فلسطین دولت مشر محمود عباس د صهیونیستي اسراییلو له لوري په ‘الاهلي عرب’ روغتون د برید له امله، چې څه باندې ۵۰۰ کسان پکې شهیدان شوي، درې ورځنی ملي ماتم اعلان کړ.