بهرنیو چارو وزارت د صهیونيستي ځواکونو له خوا په غزه کې د یوه روغتون بمبارول په کلکو ټکو غندلي، او دغه کړنه يې د انسانیت په وړاندې ستر وحشت او جنايت بللې ده.
بهرنیو چارو وزارت د ټولې نړۍ په ولسونو او حکومتونو، د بشر د حقوقو په نامه مدافعو سازمانونو، ملګرو ملتونو او د اسلامي همکاریو په سازمان غږ کړی، چې هرڅه ژر د اسرائیلو د وحشتونو د تکرار مخه ونیسي او یوازې په غندنو بسنه ونه کړي.
یاد وزارت ټینګار کړی،که چېرې د دې وحشت او بربریت مخه په عاجله توګه ونه نیول شي نو کیدای شي د سیمې وضعیت لا ترینګلی شي او داسې عکسالعملونو ته به لاره پرانیزي چې له کنټرول څخه وتلي او د ټولې سیمې او نړۍ په زیان به تمامه شي.
بهرنیو چارو وزارت زیاتوي؛ د اسرایلو له وحشت څخه د ځینو هېوادونو ښکاره ملاتړ او د ځینو خاموشي د دې زمینه برابره کړې چې صهیونستي رژیم خپلو ظلمونو او وحشت ته دوام ورکړي.
اسلامي امارت د فلسطينيانو او هغو هېوادونو او بنسټونو سره همغږی دی، چې په بېړې سره د روانې نسل وژنې مخنيوی او د جنايتکارانو محکمې ته د کشولو غوښتنه کوي.
غزه کې پر یوه روغتون د اسراییلو وحشیانه برید؛ اسلامي امارت په کلکو ټکو غندلی او د بشریت پر وړاندې یې ستر وحشت او جنایت بللی

