ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د اقتصادي کمیسیون غونډه؛ په معیار د برابرو کورنیو تولیدي فابریکو په ګډون دې د ټولو فابریکو هر اړخیز ملاتړ وشي

د ملا عبدالغني برادر اخوند په مشري د اقتصادي کمیسیون نوبتي غونډه د روان لمریز کال د میزان میاشتې په ۲۵مه د سه‌شنبې په ورځ ترسره شوه.

د اقتصادي کمیسیون په نوبتي غونډه کې تر هر اړخیز بحث وروسته د وړاندیز شوو تعدیلاتو په نظر کې نیولو سره د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې کړنلاره تایید شوه.

د بین‌الوزارتي کمېټې د رامنځته کېدو موخه د کورنۍ او بهرنۍ پانګونې د جلب او جذب د بهیر چټکتیا، د پانګونې د طرحو په طی‌ مراحلو کې د اړوندو وزارتونو او ادارو ترمنځ همغږي، د پانګونې لپاره د مناسب چاپېریال او د چارو د ښه مدیریت زمینې برابرول او په افغانستان کې د پانګونې پروژو په اړه پانګوالو ته د لازمو معلوماتو چمتو کول دي.

په ناسته کې تر هر اړخیز بحث وروسته د کابل ښار په یوولسمه ناحیه کې د عامه-خصوصي سکټور له لوري د جهان پارک د جوړولو طرحه په پرنسیپ کې تایید شوه او کابل ښاروالۍ ته دنده وسپارل شوه، تر څو له قراردادي شرکت سره یو ځل بیا د قرارداد د وخت او ځینو نورو اړینو مسایلو په اړه تخنیکي ناسته وکړي.

د دغه طرحې له مخې خصوصي سکټور په ۱۵۰ جریبه ځمکه کې د ۹۶۰میلیونه افغانیو په ارزښت پانګونه کوي، چې د عوایدو ۳۵ سلنه به کابل ښاروالۍ ته ورکوي.

د دې طرحې له مخې به یاد پارک د ۳ کلونو په موده کې بشپړ او د ښاري اصولو سره سم به ټول اړین سهولتونه ولري.

همدارنګه پرېکړه وشوه، چې په کور د ننه د مالګې د تولید، پروسس او خپلې اړتیا د پوره کېدو په موخه دې د کانونو او پټرولیم وزارت د مالګې د تولید او پروسس د کورنیو فابریکو لپاره په خامو موادو رویالیټي راکمه کړي.

دغه راز د صنعت او سوداګرۍ وزارت دې د اړوندو ولایتونو په صنعتي پارکونو کې ځمکې ورکړي او په معیار د برابرو کورنیو تولیدي فابریکو په ګډون دې د ټولو فابریکو هراړخیز ملاتړ وشي او هغه فابریکې چې په معیار برابرې نه دي، مکلفې دې کړل شي چې په لنډ وخت کې ځانونه په معیار برابرې کړي، څو هېواد د مالګې په برخه کې له کورنیو سرچینو ځان بسیاینې ته ورسېږي.

د خوړو او درملو اداره مسولیت لري، چې بازار ته د بې کیفیته مالګې د وړاندې کېدلو په کلکه مخنیوی وکړي.

همدا راز د ناستې په پای کې د اوبو او انرژۍ وزارت په مشري ټاکل شوې کمېټې ته دنده وسپارل شوه، تر څو د اوبو بندونو او سیندونو د بستر د حریم اړوندو ملکیتونو د تثبیت او خونديتوب لپاره یوه جامع طرحه جوړه او د اقتصادي کمېسیون راتلونکي غونډې ته یې وړاندې کړي.