افغان فوټبال ملي لوبډلې د اسیا ملتونو جام او نړیوال جام مقدماتي سیالیو لپاره د لارموندې په سیالیو کې دویمه لوبه هم له منګولیا هېواد څخه د ۱/۰ ګولونو په توپیر وګټله.
یاده سیالي د منګولیا په کوربتوب په ” اولان باتور” لوبغاړي کې ترسره شوه، چې په دویمه نیمایي کې د افغانستان لپاره یوازنی ګول د لوبډلمشر فرشاد نور له خوا ترسره شو او لوبه د افغانستان په ګټه پای ته ورسېده.
د یادو سیالیو لومړنۍ لوبه د افغانستان په کوربتوب تاجکستان کې ترسره شوه، چې افغانستان نوموړې لوبه هم د ۱/۰ ګولونو په توپیر ګټلې وه.
په دې سره د فوټبال ملي لوبډله د اسیا د ملتونو جام ۲۰۲۷ او نړیوال جام ۲۰۲۶ مقدماتي سیالیو دویمې مرحلې ته لار وموندله. افغانستان به د یادو مقدماتي سیالیو په دویمه مرحله کې له قطر، هندوستان او کويټ سره شپږ سیالۍ ترسره کړي.

