افغانستان د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر نور الدین عزیزي او ورسره مل پلاوی د چین د لارې او کمربند د نړیوالې همکارۍ په دریم فورم کې د ګډون په موخه بیجینګ ته رسیدلي، او د افغانستان اسلامي امارت د لوی سفارت د سرپرست سید محی الدین سادات او د کوربه هېواد د چارواکو لخوا یې دروند استقبال شوی.
دغه فورم ته د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ د سرپرست وزیر او ورسره پلاوي ترڅنګ یې د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت مرستیال صدیق الله عابد هم ملتیا کوي، د شاوخوا ۱۴۰ هېوادونو ولسمشران، لومړي وزیران، وزیران او نورو لوړپوړو چارواکو ته هم د ګډون بلنه ورکړل شوې.
په یاد فورم کې به د لارې او کمربند د نوښت په چوکاټ کې په نړیوالې همکارۍ مهم بحثونه کیږي.
د صنعت او سوداګرۍ سرپرست به چین ته د خپل د سفر په ترڅ کې ځینو لویو چینايي او افغان پانګوالو سره هم وګوري.

